د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن.

برتانیا له افغانستان سره په ملکي او پوځي برخو کې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل د برتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د دوشنبې پر ورځ کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ملاقات وکړ چې پکې یې د افغانستان د سولي بهیر او د اوربند ملاتړ څرګندونه هم وکړه.

بوریس جانسن په دې سفر کې د اجرائیه ریس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکولسن سره هم پر بېلا بېلو امنیتي مسایلو خبري کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG