د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر پر شمالي کوریا د بندیزونو غځول منظور کړل


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخه به یې پر شمالي کوریا بندېزونه د یو کال لپاره وغځول شي.

ډونلډ ټرمپ د دې ګام وجه د شمالي کوریا له اټومي وسلو نه ورپېښ غیر عادي ګواښ ښودلی دی.

ولسمشر ټرمپ دغه بندیزونه د جون پر ۲۳مه په داسې حال کې وغځول چې څو ورځې مخکې یې پر ټویټر پاڼه لیکلي وو چې له شمالي کوریا نه نور اټومي ګواښ نشته.

د شمالي کوریا خلاف بندېزونه په ۲۰۰۸م کال کې لګول شوي وو.

له دغه ټاپو وزمې سره د کشالو د کمي په خاطر د روانې میاشتې پر ۱۲مه ولسمشر ټرمپ په سنګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ ان سره په یوه تاریخي سرمشریزه کې ملاقات کړې و.

تر سرمشریزې پس ولسمشر ټرمپ ويلي وو چې پر شمالي کوریا بندېزونه به پر ځای وي.

د ټرمپ په فرمان کې ویل شوي چې د شمالي کوریا کړنې او پالیسۍ اوس هم د امریکا قامي سلامتیا، خارجه پالیسۍ او اقتصاد ته یو غیر عادي ګواښ ورپېښوي.

هم د جون پر ۲۳مه د امریکا د دفاع وزارت له جنوبي کوریا سره ټاکل شوي ګډ پوځي مشقونه تر نامعلومې مودې پورې وځنډول.

په دې سره د ټرمپهغه ژمنه پوره شوه چې په سنګاپور کې یې کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG