د لاسرسي ځای

تازه خبر

هاشمي: د دارالانشا مشر نه معرفي کول به انتخابات له ځنډ سره مخ کړي


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن له ولسمشر اشرف غني څخه غواړي چې د دغه کمیشن د دارالانشا مشر ژر تر ژره معرفي کړي.

د انتخاباتو د کمېسیون یوه کمشنر سید حفیظ الله هاشمي د شبنې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دغه کمیشن د دارالانشا د مشر په معرفي کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د انتخاباتو د بهیر چارې په ځنډ پر مخ ولاړې شي.

« د دارالانشاء څوکۍ لپاره د یوه پیاوړي مدیر نه شتون لویه ستونزه ده. په دې برخه کې نیمګړتیا محسوسه ده او ښایې د انتخاباتو بهیر ته زیان ورسوي.»

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د دارالانشا د مشرۍ لپاره د ۱۳ نوماندانو لست ولسمشر ته لېږلی څو له هغه څخه یو دغه څوکۍ ته انتخاب کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG