د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې ۹ داعشیان وژل شوي


په کونړ کې چارواکي وايي، د بې‌پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۹ داعش وسله‌وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د پنجشنبې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ او تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل او د وټه پور ولسوالۍ قورو سیمو کې د نړیوالو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکو د داعش یا اسلامي دولت ډلې باندې دوه بریدونه کړي چې په څوکۍ کې ۴ او په وټه پور کې ۵ داعش وسله‌وال وژل شوي چې په وژل شویو کې یو پاکستانی هم شامل دی.

مصمم وايي، په دواړو بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه د داعش یا اسلامي دولت ډلې د یادو بریدونو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG