د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان، سېنیګال او روس د فوټبال لوبډلو خپل سیالان مات کړل


د فوټبال نړیوال جام (۲۰۱۸زکال) په روانو سیالیو کې نن پرتګال و مراکش ته په یو-صفر ماتې ورکړه او د سېشنبې په ورځ او بېګا د چارشنبې په شپه درې لوبې ترسره شوې.

د فوټبال نړیوال جام د دې سیالیو په اوومه ورځ​ که څه هم مراکش ډېره ښه لوبه وکړه او اته ځلي یې د پرتګال پر ګول وارونه وکړل خو بریالی نه شو او لوبه د پرتګال په برخه شوه.

بلخوا د سېشنبې ورځې په لومړۍ لوبه کې جاپان کولمبیا ته د یو ګول په وړاندې په دوو ګولونو ماتې ورکړه.

د پولېنډ او سېنیګال ترمنځ لوبه بیا د یو په وړاندې په دوو ګولونو د سېنیګال په ګټه تمامه شوه.

د دې لوبې کوربه هېواد روسیې هم له مصره د یو په وړاندې په درې ګولونو میدان وګاټه.

دا د روسیې دوهمه لوبه ده چې د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ په سږنیو لوبو کې یې ګټي.

روسیې تر دې مخکې د همدې جام په لومړۍ سیالۍ کې سعودي عرب ته د صفر په وړاندې په پنځو ګولونو ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG