د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د طالبانو له مشر سره هر ځای خبرو ته کښېنم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي حاضر دی چې له طالبانو مشر ملا هیبت الله سره د سولې خبرې وکړي.

هغه د سېشنبې په ورځ په کابل کې له هلمنده ورغلي د سولې هغه کاروان غړیو ته خبرې کولې چې په ۳۸ ورځو کې يې ۷۰۰ کيلو مټره پېدل مزل کړی او د سولې غوښتونکي دي.

ولسمشر غني زياته کړه چې افغانان له جګړو ستړي دي او دی کولی شي د دې جنګ ختمولو لپاره له طالبانو مشرانو سره هر ځای او هر وخت چې هغوی وغواړي، خبرې وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG