د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوړپوړي افغان پلاوي پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې خبرې کړې دي


د حنيف اتمر په مشرۍ دا پلاوی تېره مياشت هم اسلام اباد ته ورغلی وو
د حنيف اتمر په مشرۍ دا پلاوی تېره مياشت هم اسلام اباد ته ورغلی وو

د افغانستان يو لوړ پوړی پلاوی د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر امنيت خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی وو.

د افغانستان کورنيوو چاو وزارت وياند، نجيب دانش د سېشبنې په ورځ ازادۍ راډيو ته ويلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنيف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ويس برمک او استخباراتي اداري، (NDS) مشر معصوم ستاکزی د جون په ۱۹مه پاکستان ته تللي وو. تر اوسه د هغوی د ملاقاتونه په اړه مطبوعاتو ته معلومات نه دې ورکړل شوي.

همدغه پلاوی د مې په مياشت کې هم اسلام اباد ته ورغلی وو چې د دواړو خواوو چارواکو یې خبرې ګټورې بللې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG