د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند ته د ګاډي لوېدو پېښه کې اوه کسان مړه شوي دي


پوليس د لويدلي موټر سره ولاړ دی
پوليس د لويدلي موټر سره ولاړ دی

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د جون په ۱۹مه د سيلانيانو يو ګاډی سيند ته پريوتی چې له امله يې اوه کسه سورلۍ مړې او درې ژوبل شوې دي. دا پېښه په بحرين کې شوې ده.

دلته پوليسو او د ۱۱۲۲ ریسکيو چارواکو د جون په ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا خلک په سوزکي موټر کې له کالام څخه بونير ته روان وو.

د ريسکيو يو اهلکار وقارخان مشال ريډيو ته وويل چې د پنځوو کسانو مړي موندل شوي او د دوو نورو په هغو پسې يې لټون پېل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG