د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د مدنې فعالانو لخوا پیل شوې د سولې کاروان کابل ته رسیدلی دی.

دغه کاروان د افغانستان له هلمند ولایته د تقریبا ۷۰۰ کیلو میټره پلي مزل وروسته د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد.

دا مزل په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کالو راهیسې د روانې جګړې د ختمیدو په موخه پیل شوی وو.

د سولې په کاروان کې شاملو کسانو دا فاصله شاخوا۴۰ ورځو کې ووهله.

دوی دا شعارونه ورکول چې موږ سوله غواړو او جنګ بس دی.

دا کاروان د هلمند له لشکر ګاه نهه کسانو پیل کړی وو او د لارې په اوږدو کې د دې کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد.

د سولې دا کاروان په داسې حال کې کابل ته ورغلي چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په مناسبت درې ورځنې اوربند اعلان شوی.

کابل حکومت دغه اوربند ۱۰ نور ورځې غځولی خو طالبان بیا وایي دوی به بریدونو بیا پیل کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG