په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام (۲۰۱۸) په روانو سیالیو کې نن درې لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه د کولمبیا او جاپان، دوهمه د پولینډ او سنیګال او درېمه لوبه د روس او مصر ترمنځ کېږي.
د دوشنبې او یکشنبې په سیالیو کې د سویډن لوبډلې جنوبي کوریا ته په صفر- یو ماته ورکړه.
بلجیم له پاناما څخه په درې -صفر لوبه وګټله او انګلستان و تونس په دوه ـ یو ماتې ورکړه.
د انګلستان له لوري دواړه ګولونه هري کېن Harry Kane وکړل.