د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: روس دې لسګونه سیاسي بندیان خوشې کړي


د امریکا او روس هېوادونو نقشه.
د امریکا او روس هېوادونو نقشه.

امریکا پر روس د هغو لسګونو کسانو د خوشې کېدو غږ کړی چې د بشري حقونو لپاره کارکوونکیو ډلو سیاسي بندیان بللي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو کسانو شمېر تر ۱۵۰ ډېر دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، روسیه دې ټول هغه کسان سمدستي خوشې کړي چې سیاسي او مذهبي بندیان بلل کېږي.

تر اوسه مسکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې وړاندې د روسیې بهرنیو چارو وزارت دې ډول څرګندونو ته قهرجن غبرګون ښودلی وو او واشنګټن یې په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG