د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار چارواکي وایي چې د غني خېلو ولسوالۍ لپار سرپرست ولسوال په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي نن ( دوشنبه) مشال راډیو ته وویل، شاوخوا لس بجې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند فارمونو کې د سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب پر موټر وسله وال برید وشو چې له امله یې نوموړی ووژل شو او موټروان یې ټپي شوی دی.

دی وایي چې په ځوابي برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.

د پېښې مسوولیت لا تر دې دمه چا نه دی منلی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG