د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار برید، د مرګ ژوبلې شمېره له سلو واوښته


جلال اباد ـ د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې د شوې انتحاري حملې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال ویلي چې په دې ځانمرګې حمله کې ۳۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د ارقامو د تغیر دلیل په ګوته کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې یو شمېر وژل شوي کسان له سیمې خپلو کورنیو مخامخ کورونو ته انتقال کړي دي.

دغه ځانمرګې حمله د شنبې پر ورځ تر غرمې وروسته د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د اوربند د لمانځنې پر مراسمو چې د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله خان ښارګوټي کې جوړ شوي وو، رامنځته شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي مشال راډيو ته ویلي چې په وژلو شویو کې وسله وال طالبان، افغان سرتېري او عام وګړي شامل دي، خو د نوموړي په وینا، دا لا معلومه نه ده چې په دې پېښه کې څومره طالبان، څومره ولسي وګړي او څومره افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؟

ولسمشر محمد اشرف غني په يوه اعلاميه کې دغه حمله غندلې ده.

داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې د دغې حملې مسؤلیت منلی او لسګونه طالبانو او دولتي ځواکونو ته يې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې ګڼ وسله وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوربند د لمانځلو په مناسبت لویو ښارونو ته وتلي او د اوربند مراسم له افغان ځواکونو او عامو افغانانو سره لمانځي.

افغان حکومت د تېرې روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵ مې ورځې اوربند اعلان کړ چې وروسته وسله والو طالبانو هم د اختر له لومړۍ درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG