د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ وايي د شمالي کوریا ایټمي کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړی


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشرکیم جونګ سره له تاریخي کتنې وروسته د پیونګ یانګ د اټومي پروګرام پرسر راپورته شوی کړکیچ یې تر ډېره حده هوار کړی دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مخکیني ولسمشر بارک اوباما ورته ویلي و چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام د امریکا په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.

ټرمپ زیاته کړه چې دغه ستونزه یې تر ډیره حده هواره کړې ده.

ټرمپ له کیم سره د جون په ۱۲مه په سینګاپور کې وکتل او دواړو لورو هم یو ګډ سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د کوریا ټاپو وزمه له اټومي وسلو څخه په پشپړ ډول پاکېږي او د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې له سره پیلېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG