د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې څلور ماین ښخوونکي نیول شوي دي


د لوګر نقشه.

د افغانستان په لوګر ولايت کې څلور وسله وال مخالفین هغه مهال نیول شوي چې غوښتل يې پر يوه لویه لار ماينونه ښخ کړي.

د لوګر د امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څلور وسله وال د چارشنبې په ورځ د لوګر ولایت په پاد خواب شانه سیمه کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چې دا وسله وال د هم دې سیمې اوسېدنکي دي.

د وسله والو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG