د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د ملي مسلم لیګ په نامه ګوند له رجسټرولو انکار کړی دی.
د انتخاباتو کمېشن وايي، انکار یې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دریځ په رڼا کې کړی دی.
د یادې ادارې ویاند الطاف احمد د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، ملي مسلم لیګ د سیاسي ګوند په توګه د رجسټرېدو شرایط نه پوره کوي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي ول چې ملي مسلم لیګ په مبینه توګه د حکومت تر بندېز لاندې لښکر طیبه ډلې سره تړاو لري.
پر لښکر طیبه ډله تور دی چې په ۲۰۰۸ز کال کې یې د هند په ممبۍ کې بریدونه کړي وو چې پکې تر ۱۶۶ زیات کسان وژل شوي وو.