د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: د دوو کښتیو په ټکر کې ۱۱ تنه وژل شوي


د روسیې په ولګا سيند کې د دوو کښتيو په ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د بيړنیو حالاتو وزارت چارواکو ويلي، د ژغورنې عمليات د سېشنبې په ورځ پای ته ورسېدل چې پلټونکو د پېښې د ۱۱مې قرباني چې يوه ښځه وه، مړی وموند.

چارواکي زياتوي چې تېره ورځ ناوخته له ولګوګراډ ښار سره نږدې تر ټکر وروسته پنځه کسان ژغورل شوي ول چې درې يې په روغتون کې بستر شوي دي.

د ټکر لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د روسيې سرکاري خبري اژانس د بيړني حالت د يوه کارکوونکي په حواله ويلي چې هغې کښتۍ چې ۱۶ کسان پکې سپاره ول، يا خو د څار قوانين عملي کړي نه دي او يا يې هم راروانه کښتۍ پر وخت نه ده ليدلې او ورسره جنګېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG