د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین: له اټومي پروګرامه د امریکا وتل منځنی ختیځ بې ثباته کوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له اېټمي تړونه د امریکا په وتلو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا فېصله منځنی ختیځ بې ثباته کولی شي.

د چین په چېنګداو ښار کې د شانګهای همګارۍ تنظیم سرمشریزې ته د یکشنبې پر ورځ د وینا پرمهال پوټین وویل د دې تنظیم غړي هېوادونه د امریکا لخوا تېره میاشت اعلان شوي دې اقدام په اړه اندیښمن دي.

پاکستان، هند، چین، روس، قزاقستان، قيرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان د شانګهای تنظیم غړي دي.

ولسمشر پوټین زیاته کړې چې دوی به د خپلو ذمه واریو عملي کولو ته دوام ورکړي.

هلته شانګهای تنظیم ته د وینا په وخت د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې د دې لوظنامې له لاسلیکونکيو نورو هېوادنو تمه لري چې د دې تړون د قایم ساتلو لپاره به ضمانت ورکړي.

د نړۍ له شپږو قوتونو، یعنې امریکا، برتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني سره په ۲۰۱۵م کال کې ایران د خپل اېټميپروګرام په سر لوظنامه کړې وه چې ترمخې به یې تهران خپل اېټمي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې په ایران لګیدلي نړیوال بندیزونه پورته کولی شي.

خو امریکا تېره میاشت له دې تړون ووتله او نورو پنځو نړیوالو قوتونو د دې لوظنامېد قایم ساتلو ژمنتیا ښودل ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG