د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ او کیم جونګ اون سینګاپور کې ګوري


د سینګاپور د بهرنیو چارو وزارت وايي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هلته رسېدلی دی. په پام کې ده چې نوموړی به د جون په ۱۲مه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات کوي.

ټرمپ او اون مخکې تر دې چې د یو بل سره وګوري، په جلا جلا ډول به د سینګاپور د وزیراعظم سره ملاقاتونه کوي. د سینګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بلکرېشنان په خپل یو ټویټ کې ویلي، د شمالي کوریا مشر ته مې هرکلی ووایه، چې همدا اوس سینګاپور ته راورسېد.

د شمالي کوريا د غېر ايټمي کولو په اړه د ټرمپ او اون تاريخي ملاقات په سينګاپور کې کېږي. ټرمپ ويلي، د کيم جونګ اون سره ملاقات يې د شمالي کوريا لپاره يوازينی چانس دی خو دی مطمين دی چې خبرې به نتيجه ورکړي.

نن د جون په لسمه له پينګ يانګ څخه د کيم جونګ اون الوتکه وتلې ده. ویل کېږي چې هغه سينګاپور ته روان شوی خو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دې ويل شوي.

په همدې حال کې ډونلډ ټرمپ هم په کيينډا کې د جي سيون يا ۷ سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له غونډې سینګاپور ته خوځېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG