د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب ولي عهد روس ته ځي


د سعودي عرب ولي عهد، شهزاده محمد بن سلمان.

د سعودي عرب ولي عهد، شهزاده محمد بن سلمان به د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د پېل په مراسمو کې د ګډون لپاره، روس ته ولاړ شي.

د روس خبري اژانس، انترفکس پرون د کرېملن د ویاند، دېمتري پېسکوف په حواله وویل چې شهزاده سلمان ښايي د روس له ولسمشر سره هم وګوري.

د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ، د جون پر ۱۴ په روس کې پېلیږي.

د سیالیو د پېل په ورځ، د سعودي عرب د فوټبال لوبډله به په ماسکو کې، د روس د فوټبال له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

سعودي عرب او روس د نړۍ د تېلو لوي بر امد کونکي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG