د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د وسلو په یوه ذخیره کې چاودنې ۱۶ تنه وژلي


د عراق په پلازمینه بغداد کې د چاودنې وروسته د سیمې حال.

د عراق په پلازمینه بغداد کې د وسلو د یوې ‌‌‌‌‌‌‌ذخیرې په چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

د بغداد امنیتي چارواکي وايي، د وسلو په ډپو یا ذخیره کې چاودنه شوې ده او امنیتي ځواکونو د دې د علت مالومولو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

پولیس چارواکي وايي داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغه درنو وسلو او چاودیدونکي موادو له کبله رامنځ ته شوي چې د یوې وسلې والې ډلې سره يې تړاو لرلو.

د چارواکیو په وینا په چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰ نور ټپي شوي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG