د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی مشر قاضي ناصر الملک به نن (جمعه) د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم په توګه لوړه کوي چې دستوره به یې په اسلام اباد کې په ولسمشریزه ماڼۍ کې ترسره کېږي.

بېګا شپه پر ۱۲ بجو د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت پنځه کلنه اییني موده پای ته ورسېده. بېګا د قامي، پنجاب او بلوچستان اسمبلیانو د پنځه کلنې دورې له بشپړېدو سره تحلیل شوې. د سیند او خیبر پښتونخوا د اسمبلیانو موده په دوشنبه سر ته ورسېده.

لنډمهالی وزیراعظم او د هغه کابینهبه د جولايي پر ۲۵مه له ایین سره سم پارلېماني انتخابات کوي. ناصرالملک به د هیواد اووم لنډمهالی وزیراعظم وي.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکوي چې د سیند لنډمهالي اعلا وزیر لپاره د فضل الرحمان په نوم هوکړه شوې ده. نوموړی د سیند صوبې پخوانی چیف سیکرېټري پاته شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG