د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتين او د جاپان وزيراعظم شينزو ابی ژمنه کړېده چې د دوهمې نړيوالې جګړې د سولې پر يوه تړون د سلا کېدو لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي.
دوى دغه راز د هغو ټاپوګانو پر سر د لانجې د ختمولو لپاره پر يوه موافقه د سلا کېدو ژمنه هم وکړه، چې دواړه هېوادونه ورباندې د ملکیت دعوه لري.
پوتين د جاپان له وزيراعظم سره تر خبرو وروسته پرون په مسکو کې يوه کنفرانس کې وويل چې د دوی په باور د داسې حل لارې موندل مهم دي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
د جاپان وزيراعظم هغو ټاپوګانو ته په اشاره چې جاپان او روسيه يې پر مالکيت دعوه لري، وويل، د دې لانجې ختمول اسانه کار نه دى، خو غواړي چې پاى ته يې ورسوي.