د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس ولسمشر له جاپاني وزیراعظم سره خبرې کوي


د روس ولسمشر ولادمیر پوټین
د روس ولسمشر ولادمیر پوټین

تمه ده چې د روس ولسمشر ولادمیر پوتین او د جاپان وزیراعظم شینزو ابی نن په ماسکو کې پر شمالي کوریا، لانجمنې کوریل جزیرو او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

دا ملاقات په داسې وخت کې کیږي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د امریکايي ولسمشر ټرمپ ترمنځ د غونډې په اړه بې یقیني پیدا شوې ده.

د کیم او ټرمپ ترمنځ به راتلونکې میاشت په سینګاپور کې غونډه کېده.

تمه څرګندیږي چې شینزو ابی او پوتین به د روس ترانتظام لاندې کوریل جزیرو کې د ګډو اقتصادي پروژو د تیاریانو پرېکړه هم وکړي.

جاپان هم د دې جزیرو دعوه کوي. شوروي اتحاد د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې پر دې جزیرو ولکه ټینګولو سره شاوخوا ۱۷۰۰۰ جاپانیان سیمې پرېښودو ته اړ کړې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG