د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاناډا په یوه رسټورانټ کې چاودنې ۱۵تنه ټپیان کړي


چارواکي وايي، د کاناډا په اونټاریو ولایت کې په یو رسټورانټ کې چاودنې ۱۵ کسان ټپیان کړي دي.

چاودنه د میسیساوګا( Mississauga) په ښارګوټي چې د ټورنټو څخه دېرش کېلومټره لېرې په لوېدیځ کې پروت دی تېره شپه شوې ده.

ویل کېږي چې دوه ناپېژندل شوي کسان ریسټورانټ ته ننوتل او له تېښتې مخکې یې په ریسټورانټ کې چاودیدونکې مواد کېښودل.

ځايي روغتیايي چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه روغتون ته په انتقال شویو ۱۵ ټپیانو کې درې تنه په ناوړه روغتیايي وضیعت کې دي.

تر اوسه چا د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG