د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي افریقا اې بي ډیویلیرز نړیوال کرکټ پرېږدي


اې بي ډي ویلیرز د خپلې ډلې له کپتان فف دو پلېسیس سره د ممبۍ په یوه لوبغالي کې. ۲۰ مارچ ۲۰۱۶

د جنوبي افریقا نومیالي لوبغاړي اې بي ډي ویلیرز د نړیوال کرکټ پرېښودلو اعلان کړی دی.

نوموړي د چارشنبې په ورځ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه په خپاره کړي ویډیويي پېغام کې ویلي چې نور یې نړیوال کرکټ ته په مخه ښه ویلې ده.

اې بي ډي ویلیرز وویل هڅه به کوي چې د ضرورت په وخت کې د جنوبي افریقا د کورني کرکټ په وده کې رول ولوبوي.

نوموړي څورالس کاله وړاندې په نړیوال کرکټ پیل کړی وو او ۱۱۴ ټسټ لوبې، ۲۲۸ یو ورځنی او ۷۸ شل اوریزې نړیوالې لوبې یې کړې دي.

اې بي ډي ویلیرز د کرکټ یو له ډېر سترو لوبغاړو ګڼل کېږي. په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو د تېزې ففټي او سنچري ریکارډ هم تر اوسه له ده سره دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG