د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې پر ښځو لوبغالیو ته پر تللو بندېز هیسته کړل شو


په تهران کې د کوڅه ډوله فوټبال لوبې ته ایرانۍ ښځې په یوه ګوښه ځای کې لیدو ته پرېښودل شوې وې. ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۸
په تهران کې د کوڅه ډوله فوټبال لوبې ته ایرانۍ ښځې په یوه ګوښه ځای کې لیدو ته پرېښودل شوې وې. ۱۰ اکتوبر ۲۰۰۸

د ایران ولسمشر د دفتر او راپورنو تر مخه د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني په ښځو د لسیزو زیات لوبغالي ته د تګ بندېز لرې کړی دې. د هغه له دفتره پرون په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي ولسمشر روحاني له ایرانیولوبغاړو سره د لېدلو پر وخت ویلي دي چې په اسلام کې باید په ښځه او سړي کې فرق و نه شي،او د دې له وجې باید ښځو ته په لوبو کې د برخې اخېستو اجازت ورکړل شي.

په ایران کې د ۱۹۷۹تر انقلاب وروستو په ښځو له تېرو ۳۹ کالو راهېسې (لوبغالیو ) ته پر تګ بندېز دی. ولسمشر روحاني ویلي دی ایرانۍ ښځې په لوبو کې ډېرې فعاله دي،او ډېرې مقابلې یې هم ګټلې دي نو بیا ولې مذهبي چارواکي دوی له لوبو دروي.

روحاني د دې پوښتنې چې ایرانیو ملایانو په لوبغالي کې د لوبو په وخت د سړیو د بد رد ویلو له وجې دغه بندېز لګولی وو، په ځواب کې دغه دعوې رد کړې او ویې ویل د لوبو په پروګرامونو کې د سړیو د ناسمو رویو سزا باید ښځو ته ور نه کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG