د ایران ولسمشر حسن روحاني پر اسلامي هېوادونو غږ کړی دی چې د امریکا له خوا بیت المقدس ته د سفارت منتقل کولو وروسته له واشنګټن سره خپلو کاروباري اړیکو ته بیا کتنه وکړي او له اسرایل سره اړیکې پرې کړي.
د جمعې په ورځ په استنبول کې د فلسطین په موضوع د اسلامي هېوادنو د سازمان سرمشریزې ته د وینا په وخت نوموړي د ولسمشر ټرمپ انتظامیه د نړیوال امن او ثبات لپاره لویه خطره وبلله.
د ټرمپ حکومت اوس د ایران او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اټومي لوظنامې بهر شوې دی.
د اسلامي هېوادونو مشرانو د سرمشریزې په پای کې په خپور کړل شوي یو بیان کې د اسرایل له خوا د فلسطیني مظاهره چیانو د وژنې غندنه وکړه او په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانېستل کیدل يې د ټولې اسلامي نړۍ پرضد اشتعال وباله.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په خپله وینا کې په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د غزه په تړانګه کې د نورو وژنو د مخنیوي لپاره سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.