په کیوبا کې د هوانا د نړیوال هوايي ډګر خوا ته د یو بووینګ الوتکې د پریوتو په پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د کیوبا سرکاري میډیا راپور ورکوي چې د جمعې په ورځ په دې پېښه کې درې کسان ټپي شوي هم دي خو روغتیايي حالت يې د اندېښنې وړ دی.
په الوتکه کې د عملې د نهو کسانو په ګډون ۱۰۴ مساقر سپاره وو چې له هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ ساعت وروسته په یو پټي کې پریوتې ده.
راپورونه وايي چې دا الوتکه د میکسیکو یوې کمپنۍ د کیوبا سرکاري کمپنۍ ته په کرایه ورکړې وه.
د کیوبا سرکاري میډیا وايي، الوتکه په هېواد دننه د کیوبا له پلازمینې هوانا د هالګوین ښار ته روانه وه.
تر اوسه د دې پېښې د علت په اړه لا څه نه دي ویل شوي.