د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين او پاکستان د دفاعي همکارۍ یوشمېر تفاهم لیکونه لاسلیک کړل


په اسلام اباد کې د چین او پاکستان بېرغونه
په اسلام اباد کې د چین او پاکستان بېرغونه

د چین د پوځ مرکزي کمېشن مرستیال مشر جانګ یاکسیا د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لېدلي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي په دې موقع د پوځ مشر وویل چې د چین پاکستان اړیکې هېمش ښه پاتې شوي دي او د باهمي درناوي او باور په بنیاد ولاړې دي.

تر ملاقات وروسته د پلاویو په کچه هم خبرې اترې وشوې.

د لیدنې پر مهال د باهمي دلچسپیو، سیمه ایز امنیت او د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ په موضوګانو خبرې وشوې.

په ملاقات کې د دفاعي همکارۍ یو شمېر تفاهم لیکونه هم لاسلیک شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG