د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایران د مرکزي بانک پر مشر بندیزونه ولګول


د ایران مرکزي بانک مشر علي تارزلي

امریکا د ترهګرو فعالتونو لپاره د مرستو په تور د ایران د مرکزي بانک پر مشر بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالي دفتر د بهرنیو اثاثو د کنټرول ادارې د مې پر ۱۵مه په ولي الله سېف او د مرکزي بانک په یو بل مشر چارواکي علي تارزلي دغه بندیزونه اعلان کړل.

دغه ادارې په یو بیان کې دا دواړه په لبنان کې په مبینه توګه له حزب الله ډلې سره په میلیونونو ډالرو مرستو کولو له وجې د خاصو نړیوالو ترهګرو په لسټ کې اچولي دي.

دا کار له هغې یوه اونۍ وروسته مخې ته راغلی چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تهران او نړیوالو طاقتونو ترمنځ د اټومي تړون د خپل هېواد د وتلو اعلان وکړ.

د امریکا د مالي وزارت وایي د اګست د اوومې نېټې به امریکا پر ایراني حکومت د ډالرو په اخېستلو او حصول بندیز ولګوي او د نومبر د پنځمې نېټې به په هغو کسانو هم بندیزونه بیا نافذه کړل شي چې په اګاهانه توګه د ایران له مرکزي بانک سره په مهمو معاملو کې ښکېل وي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG