ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د سېشنبې په ورځ د اسراییل او غزه پټۍ ترمنځ پر پوله د تشدد په اړه خبرې وکړي.
هلته د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۴م کال د غزه جګړې وروسته تر ټولو خونړې وه.
کویت له هغې وروسته د دې خبرو غوښتنه وکړه چې پرون په بېت المقدس کې د امریکايي سفارتخاني پرانیستو وروسته د احتجاجونو په ترڅ کې نښتې وشوې او پکې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۵۸ فلسطییان ووژل شول او تر ۱۲۰۰ زیات کسان ټپیان شول.
اسراییلو ویلي، ځواکونه یې د خپلو پولو دفاع کوي.
اسراییلو پر حماس وسله والې ډلې تور پورې کړ چې د احتجاجونو تر سیورې لاندې د بریدونو هڅه کوي.
بلخوا د فلسطین مشر محمود عباس د دې پېښو چې د ده په وینا د اسراییلي پوځ لخوا ټولوژنه ده، غندنه کړې ده.