د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف سلا شوي دي چې د ایران اټومي تړون په اړه به نېږدې رابطې برقراره وساتي.
سرګي لاوروف او محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې ملاقات وکړ.
د خبرو په پیل کې لاوروف وویل چې د ایران د اټومي تړون ټول پاتې هېوادونه د تړون پر ځای ساتلو لړ کې جایزې ګټې لري نو ځکه باید په ګډه د یو بل د جایزو ګټو دفاع وکړي.
جواد ظریف په دې موقع وویل چې روسیې د اټومي تړون د درناوي لپاره چمتوالې ښودولې دي.
جواد ظریف ماسکو ته تر سفر وړاندې بېجنګ ته تللی وو. د ایران له اټومي تړونه د امریکا تر وتلو وروسته جواد ظریف مهمو سرښارونو ته سفرونه پیل کړي دي.