د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې امن خبرو نهم پړاو په استانه کې پيلېږي


د سوريې د سولې د مذاکرو نهم پړاو نن دوشنبه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پيلېږي.

دغه مذاکرې د ايران، روسيې او ترکيې په همکارۍ ترسره کېږي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند انور ژايناقوف نن دوشنبه خبريالانو ته وويل، په پام کې ده نن ناوخته د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټیفان دي میستورا په دغو مذاکرو کې برخه واخلي او د سوريې د وسله‌والو مخالفینو يو هيئت به سبا ناوخته استانې ته ورسېږي.

ژايناقوف زياته کړه، په دغو مذاکرو کې د امريکا متحده ايالات برخه نه‌لري.

امريکا تر دې مخکې دغسې مذاکرو ته خپل هيئت استاوه.

د سوريې لپاره د روسيې د ولسمشر استازى الکساندر لاورينت-يف پرون یکشنبه وويل، مسکو لا هم هيله‌مند دى چې واشنګټن به په دغو مذاکرو کې برخه واخلي.

د استانه د مذاکرو تر څنګ د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په ژنيو کې جلا مذاکرې هم شوي چې په ټوله کې د سوريې د اووه کلنې کورنۍ جګړې لپاره يوه سياسي حل لاره ولټول شي.

په دې جګړه کې تر درې لکه او ٣٠ زرو ډېر کسان وژل شوي او په میليونونو نور، له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG