د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې چاودنې یو تن وژلي او یو شمېر یې تپي کړي


په بنو کې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او یو شمېر ژوبل دي.

پولیس چارواکي وايي، پېښه نن د بنو له چونګۍ چوک سره نېږدې شوې ده.

د دوی په وینا، چوونکي توکي په موټر سایکل کې ول او چاودنې شاوخوا ګاډي او دوکانونه هم زیانمن کړي.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.

XS
SM
MD
LG