د پاکستان او ايرلېنډ ترمنځ ټيسټ کرکټ لوبه سبا د مې په ۱۱مه په ډبلين کې کېږي.
دا مېچ له دې کبله تاريخي حېثیت لري چې د آيرلېنډ لومړۍ ټيسټ لوبه ده.
د کرکټ نړيوالې شورا دا کال افغانستان او آيرلېنډ ته ټيسټ حېثيت ورکړ.
افغانستان خپل لومړی ټيسټ په جون کې د هند په وړاندې کوي.