د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس ثاقب نثار: له پېښوره دې غیر ضروري امنیتي پوستې ختم شي


Pakistan prime minister met with Chief Justice of Pakistan
Pakistan prime minister met with Chief Justice of Pakistan

د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار امر کړی دی چې په پېښور کې دې غیر ضروري امنیتي پوستې ختم کړل شي.

دا امر نوموړي د چارشنبې په مازیګر په پېښور کې د امنیتي چیک پوسټونو په اړه د یو مقدمې اورېدنې پر مهال کړی دی.

جستس ثاقب نثار امر وکړ چې په اته څلوېښت ساعتونو کې دننه دې له پېښوره غېر ضروري چیک پوسټونه ختم کړل شي.

په پېښور کي د غېر ضروري چیک پوسټونو په اړه عدالت ته دا درخواست د خورشید خان په نامه یو وکیل ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG