د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او تاجک چارواکي پر پوله د امنیت په اړه غږېدلي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د تاجکستان له امنیتي پلاوې سره د دواړو هیوادو ترمنځ پر ګډ سرحد د امنیت پر مسله خبرې اترې کړې دي.

حنیف اتمر پرون په کابل کې د تاجکستان د ملي امنیت د کمیټې د رییس سای مومن یتیموف په مشرۍ پلاوی سره وکتل.

د ملي امنیت د دفتر ویاند قادر شاه د دې خبرو په اړه مشال راډیو ته وویل چې په دې لیدو کتو کې د ترهګرۍ پرضد د سیمه ییزې همغږۍ پر رامنځ ته کولو هم خبرې وشوې.

د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د تېرې جمعې په شپه د ترهګرۍ ضد مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان او تاجکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG