د سعودي عربستان چارواکي وایي د یمن حوثي یاغیانو پرون د دې هیواد پرپلازمینه ریاض د بېلسټک توغنديو برید کړی خو دوي په فضا کې د هغه مخه نیولې او هغه یې له منځه وړی دی.
د ایران د اتحادي دې ډلې له خوا دا برید په داسې وخت کې شوی چې د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال له ایټمي تړونه د امریکا د وتلو اعلان په سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.
خو د یاغیانو له خوا چلېدونکي ټي وي چینل – المسیره – ویلي چې توغندیو په ریاض کې په ډېره کره توګه خپل هدفونه په نښه کړي دي.
د سعودي عربستان ځواکونو تیر کال هم څو ځلې د حوثي یاغیانو د بېلسټک توغندیو د بریدونو مخه نیولې وه.
د سعودي عرب په مشرۍ ایتلافي ځواک د شعیه مسلکه حوثي یاغیانو پرضد جګړه کې د یمني حکومت مرسته کوي.
دا له هغه راهسې ده چې دې یاغیانو په ۲۰۱۵م کال کې د پلازمېنې سنعا په ګډون د یمن د شمالي زیاتره سیمې ونیولې.