د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د کیمیاوي بریدونو مالومولو لپاره د وژل شوو مړي بیرته را اېستل کېږي


رسنۍ خبر ورکوي چې د کیمیاوي وسلو څاروونکي به په یو بې مثاله ګام پورته کولو سره د شام په دوما ښارګوټي کې تېره میاشت د مبینه کیمیاوي برید تصدیقولو په لړ کې د ځينو ښکار شویو کسانو مړي له قبرونو بیرته راباسي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې مشر احمت اوزومڅو پرون فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې د ادارې د حقایقو معلومولو مشن د اپریل ۲۱مه باندې د دمشق شمال شرقي سیمې ته د تللو اجازت حاصلولو پس وار له مخه تر سلو زیاتې ماحولیاتي نمونې تر لاسه کړې دي.

ای ایف پي خبري اژانس د دغه خبر تصدیق کړی دی.

دوما ته د ډلې مشن د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل تر هغې وروسته پیل کړ چې د اپریل اوومې برید په لړ کې د ځینو ښکار شویو کسانو ویروونکي انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې.

طبي ماهرینو او ژغورونکو ویلي ول چې داسې ښکاري د کلورین او سارین ګازو په واسطه تر 40 زیات کسان وژل شوي ول.

اوزومڅو وویل ډله یې غواړي د هغو دعوو تصدیق وکړي او له جسدونو نمونې راټولې کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG