د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوکراین پر ځینو روسي وګړو او کمپنیانو بندیزونه لګوي


یوکراین هم د امریکا غوندې د روسیې پر ځینو کسانو او کمپنیو مالي او نور بندیزونه پسې غځوي.

امریکا هڅه کوي چې روس ته په یوکراین او نورو سیمو کې د اخیستل شویو ګامونو سزا ورکړي.

د یوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو دا اعلان د چارشنبې په ورځ له امنیتي او دفاعي سلاکارانو سره تر لیدو کتو وروسته کړی دی.

ولسمشر پورو شینکو دا نه ده په ډاګه کړې چې په دې بندیزونو کې به کوم خلک په نښه کېږي او له کله به عملي کېږي؟

خو نوموړي ویلي چې دا د اروپا په منځ کې د کیمیاوي وسلو د استعمال او په قبضه شوې کرایمیا سیمه کې د غیرقانوني ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو غبرګون دی.

د کیمیاوي وسلو استعمال هغې پېښې ته اشاره ده چې برتانیا وايي روس په مارچ میاشت کې دوه ګوني جاسوس ته د زهرو ورکولو په پېښه کې لاس درلود. خو روس دا تور نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG