د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار خبریالانو د خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې غندنه کړې


د ننګرهار خبریالانو په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند د وژنې غندنه کړې.

دوی د پنجشنبې پر مازیګر په جلال اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو ټولو خواو غږ وکړ چې د خبریالانو خوندیتوب باوري کړي.

دوی وویل، خبریالان بې طرفه وي او خپله دنده تر سره کوي نو ځکه باید ورباندې بریدونه و نi شي او و نه ځورول شي.

منان ارغند په چارشنبه په کندهار کې په وسله واله حمله کې ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG