د لاسرسي ځای

تازه خبر

ديميستورا او موګېريني: د شام په اړه دې مذاکرات وشي


ستیفن ديميستورا او فدریکا موګيریني

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د شام ۷ کلنې کورنۍ جګړې ختمولو لپاره ژر تر ژره د سیاسي خبرو اترو د پیلولو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي د دمشق او ملګرو لخوا وروستیو سیمه ایزو لاس ته راوړنو امن نه دی راوستې.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستیفن دیمیستورا او د اروپايي ټولنې د خارجه پالیسۍ مشرې فدریکا موګېریني دا غوښتنه د سه شبنې په ورځ په برسلز کې د شام په اړه تر خبرو اترو وروسته وکړه.

دغه خبرې اترې د هغو هڅو برخه ده چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د شام په اړه په جنیوا کې د خبرو اترو په اړه کېږي.

تر دې مخکې اته غونډې شوي دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

روس او ایران چې د شام ولسمشر بشار الاسد مهم ملګري هیوادونه دي، تېر کال یې د قازقستان په مرکز استانه کې له ترکي سره په ګډه د مزاکراتو یو جدا بهیر پیل کړ.

موګریني وویل د استانه غونډې د حالاتو د ارامولو په لړ کې څه امید پیدا کړې و خو د هغې ډېر وخت شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG