د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا اټومي او توغندیو ازموینه وځنډوله


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ د جوهري وسلو او بالسټک توغندو د ازموینو د ودرولو اعلان کړی دی.

د جنوبي کوریا یونهاف خبري اژانس د راپور تر مخه د شمالي کوریا سرکاري خبري اژانس ویلي چې شمالي کوریا به د جوهري ازموینو ودرولو ته د ژمن پاتې کیدو لپاره د جوهري ازموینو یو مرکز هم تړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پیانګ یانګ اعلان یو لوی پرمختګ بللې دی.

نوموړي د جمعې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا د شمالي کوریا او نړۍ لپاره یو ډېر ښه خبر دی.

خو جاپان ویلي، د شمالي کوریا له اعلانه مطمین نه دی او تر هغه به پرې فشار جاري ساتي تر کومه چې يې د جوهري وسلو او توغندیو پروګرام تړلي نه وي.

دا وخت په شمالي کوریا د امریکا ، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیتي کونسل لخوا اقتصادي بندیزونه عملي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG