د ارمینیا ولسمشر ارمین سرکیسیان تر هغې پس په مزاکراتو غږ کړی چې ۱۲۰ مظاهرچیان په سرښار یرېوان کې د اوږد مهاله پخواني ولسمشر سرژ سرکیسیان د وزیراعظم منتخبېدو خلاف د احتجاج په اوومه ورځ ونیول شول.
د اپریل پر ۱۹مه ارمین سرژ سرکیسیان په بیان کې وویل چې د مسلې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او خپلمنځی درناوی دی.
ولسمشر وویل د هیواد د مشر په حیث په ټولو خواوو غږ کوي چې د اوسنۍ مسلې د غوره حل لپاره خبرې اترې وکړي.
بلخوا د احتجاجیانو د تحریک مشر پر خپلو پلویانو غږ کړی چې مظاهرو ته دې دوام ورکړي او په سرښار کې د ټرافیک مخه ونیسي.
په پارلیمان کې د اپوزیشن یوه غړي د زیارت په ورځ وویل چې شا او خوا لس زره کسان به د اپرېل پر شلمه د ښار په مرکزي څلورلاره کې راغونډېږي.