د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږکال په افغانستان کې ۷۶۳ ولسي وګړي وژل شوي'


په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يوناما وايي، په تېرو دريوو میاشتو کې په افغانستان کې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۹۵ ټپيان دي.

دې ادارې ويلي دا شمېرې دوی د مارچ تر ۳۱مې ثبت کړې دي.

يوناما په خبرپاڼه کې زياته کړې چې ډېر خلک په پېچلو او ځانمرګو بريدونه کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو همداراز په جګړه کې ښکېلو ټولو خواو غږ کړی چې بايد د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره هڅې ډېرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG