د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره د چارشنبې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سېشنبې په شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند سراچه علي خان سيمه کې څلورو ورونو د خپل تره پر کور وسله وال بريد کړی.
په بريد کې د کورنې د مشر په ګډون د هغه مېرمن او څلور زامن وژلي او مجرمان په تېښته بریالي شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې چارواکو د پېښې د څېړلو او مجرمانو د نيولو هڅې پيل کړي.