د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ټېليويژنې شبکې جيو (Geo) مشر وايي، د پاکستان په زياتو برخو کې د دوى خپرونې بندې کړل شوي دي. د رسنيو د څار ادارو او نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مير ابراهيم رحمان په حواله راپور ورکړى چې پرون [جمعه] يې ويلي، د پاکستان په ٨٠ فيصده برخو کې د جيو ټېليويژن خپرونې بندې دي.

که څه هم انتقادکوونکو داسې ګنګوسې خپرې کړي چې د پاکستان پوځ د جيو خپرونې بندې کړي خو د دغه ټېليويژن چارواکو په عامه د پاکستان د پوځ مشران نه دي تورن کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى چې د پاکستان دفاع وزارت په دې اړه دنظر څرګندولو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى. د ورځپاڼې په حواله د جيو ټېليويژن په وړاندې دغه اقدام دا پيغام ورکوي چې د پاکستان جنرالان د عمومي انتخاباتو په درشل کې انتقادي راپورونه نه شي زغملاى.

په پام کې ده چې په پاکستان کې د روان ۲۰۱۸م کال په جولاى مياشت کې عمومي انتخابات وشي چې په نتيجه کې به يې نوي پارليماني غړي او وزيراعظم ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG