د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان په ایین کې پوځي واکمني هېڅ ځای نه لري'


د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار ویلي، د هېواد په ایین کې پوځي واکمنۍ هېڅ ځای نه لري او دی به د هېڅ ناجمهوري اقدام حمایت و نکړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نومیالۍ وکیلې او فعالې عاصمې جهانګیر په یاد کې جوړې غونډې ته په وینا کې د عدالتي مارشل لا ګنګوسې رد کړې.

((ایین خو لا څه کوئ، د چیف جسټس په توګه خلک په ما باور کوي. دا اعتماد د پاکستان ولس، ایین او قانون راکړی چې زه یې نه ماتوم. که مې د مارشل لا مخه و نیولای شوه نو کور ته ځم خو تاییدوم یې نه.))

میا ثاقب نثار د چا نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې ځېنې عناصر ورپسې پروپیګنډې کوي.

په پاکستان کې د نوموړي د ځېنو اقداماتو او پرېکړو له کبله ځېنو سیاستوالانو او شنونکو د عدالتي مارشل لا یا واکمنۍ او د ملکي حکومت په چارو کې د عدلیې د مداخلې تورونه پورې کړي چې چیف جسټس په بیا بیا په خپلو ویناګانو کې رد کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG