د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین له اردوغان سره ګوري


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.

دا په روسیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر ګټلو وروسته، د پوتین لومړی بهرنی سفر دی. د کريملېن په وینا، پوتین او اردوغان به نن د ترکیې د اټومي انرژۍ د تولید کارخانه پرانیزي چې د روسیې په مرسته جوړه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر به همداراز له روسیې د ميزایلو د سیسټم پر اخیستلو او د شام پر حالاتو خبرې وکړي. دواړه مشران به سبا په انقره کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم وګوري او د شام پر جګړه به چې درې واړه هېوادونه پکې ښکېل دي، خبرې وکړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG